د ولسمشرۍ د ټاکنو د پايلو له اعلان يوه ورځ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د تلې د شپږمې ټاکنې ملي نه وې.
کرزي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي:« ما مخکې هم خپلکو ته وويل چې په داسې شرایطو کې د ټاکنو ترسره کول چې رڼې ونه شي، د بحران د رامنځته کېدو لامل کېږي. زموږ هېواد ضعيفوي او د سولې پروسه ګډوډوي.»
نوموړي په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون په اړه ويلي چې لږ ګډون د نه مليتوب ښکارندوي کوي.
کرزي زياته کړې، اوس مهال کې د سولې خبرې ښه ځای ته رسېدلي او اوس بايد له بل هر وخت نه يووالی ډېر اړين دی.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دغه ګوند د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نور د دوی لپاره مشروعیت نه لري او دوی به د ټاکنیزې کودتا پر وړاندې ودرېږي.

دوستم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټولشموله حکومت له تشکیله ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې په دې حساس پړاو کې چوپتیا به د تېرو څلوېښتو کلونو مبارزه تر پوښتنې لاندې کړي.
دوستم خبرداری ورکړ چې دی به هېڅکله د ملت پر برخلیک معاملې ته اجازه ور نهکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل چې له ټولو افغان وګړيو او په ځانګړې توګه د شمال ختیځو ولایتونو له خلکو غواړي چې خپل والیان وټاکي او سر له سبا د بریا جنش ونمانځي.
د جنبش ګوند مشر دغه راز وویل چې په نږدې راتلونکي کې به له امریکایانو او زلمي خلیلزاد سره هم په شبرغان کې د سولې د خبرو په اړه ناسته ولري او زياته يې کړه چې هغه کسان دې خبر وي چې دوی له ناټو او امریکا ډاروي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند پلویانو په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې له درغلیو راوتلی حکومت نه مني او پر وړاندې یې له همدې نن ورځې سیاسي مشروع مبارزه پیلوي.
د افغانستان د ازادو ټاکنو بنسټ (ټیفا) هم په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې په بشپړه توګه نه دي عملي کړي او د ټاکنیزو ټیمونو له استازیو سره تر همغږۍ پرته یې په بېړنۍ توګه د ټاکنو پایله اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځه میاشتې ځنډ وروسته پرون (سهشنبه) د ټاکنو په وروستۍ پایله کې هم محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
اړوند مطالب:
نبیل: د جمهوريت او ټولشموله حکومت د دفاع لپاره يې وسلې وېشلي





