د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولانو په دې ولايت کې د کرونا د ۴ نورو شکمنو پېښو د ثبت خبر ورکړی.
هرات کې کرونا ناورغۍ سره د مبارزې د کمېټې مسوول نذیراحمد دهگان سلاموطندار ته وويل چې دا څلور مورده په تازهګۍ سره له ايرانه هرات راغلي دي او په کې د سرماخوردګۍ خفیفې نښې ښکاري.
د نوموړي په وينا، په دې کسانو کې درې سړي او يوه مېرمن شامله ده چې د معايناتو نتيجه يې کابل ته لېږلې چې معلومه شي ياد کسان په کرونا اخته دي او که نه.
تېره ورځ د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې په هرات کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه پېژندل شوې ده او په دې ولايت کې يې بېړنۍ حالت اعلان کړ.
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې د مخنيوي لپاره عامه پوهاوي کې مرسته وکړي او په ورځنيو چارو کې له مخ ښکلولو، غېږ کې نيولو او دې ته ورته نورو کړنو نه ځان وساتي.
د عامې روغتيا وزير وويل چې د داسې پېښو په ليدلو سره بېړنۍ مرستې لپاره د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو او خدمتونو ۱۶۶ شمېرې سره اړيکه ونيسي.
د يادولو ده چې د ملي امنيت شورا په يوه بېړنۍ ناسته کې له ايران سره ټولې د تګ او راتګ لارې تړلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې کرونا ويروس د نړۍ ۳۳ هېوادونو کې خپور شوی دی.
په دې تړاو: