
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت ۶ اوسېدونکي چې په تازهګۍ سره له ایرانه راستانه شوي، د کرونا ویروس د لېږدولو مخنیوي په موخه، د هغوی تر جدي څار لاندې دي.
د ياد ولايت د عامې روغتیا رییس نور خاوري وايي، څلور کسان په یاوان او راغستان ولسوالیو، یو کس هم په کشم ولسوالۍ او یو بل هم د بدخشان مرکز فیضاباد کې تر څار لاندې دی چې تراوسه په کې د کرونا ویروس درلودو هېڅ ډول نښې نه دي لیدل شوي.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې د دغه ولایت اوسېدونکي ایران ته ډېر تګ راتګ کوي چې دغې موضوع د هغوی اندېښنې راپورته کړې دي.
د هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې له ایرانه راستانه شوي کسان په کې تر روغتيايي څار لاندې دي وايي، خلک د کرونا ویروس په اړه اړین پوهاوی نه لري.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس همدارنګه وايي، دغه ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیر زیاتوي او یو روغتيايي ټیم یې کشم ولسوالۍ ته، چېرته چې خلک تازه بدخشان ته دننه کېږي، ځای پر ځای کوي، ترڅو دغه ولایت ته د مشکوکو کسانو له ورتګه مخنیوی وشي.





