د سمنګان د درهصوف ولسوالۍ یو شمېر کان کیندونکي د ډبرو سکرو د تعرفې پر لوړېدو نیوکه کوي او وايي، که حکومت تعرفه ټيټه نه کړي، د ډبرو سکرو له استخراجه به لاس واخلي.
د سمنګان ولایت د درهصوف ولسوالۍ کان کیندونکي د بلخ د ولایتي شورا انګړ کې په اعتراض کولو سره وايي، حکومت د ډبرو سکرو تعرفه له پنځلس سوو نه تر ۲زره او ۲سوو ته لوړه کړې چې دغه کار د کارکوونکيو د بېکاره کېدو لامل کېږي.
د اعتراض کوونکيو په وینا، د حکومت له لوري د ډبرو سکرو د تعرفې زیاتېدو ترڅنګ، طالبان هم تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې له هر موټر نه ۴ زره افغانۍ باج اخلي.
د بلخ د ولایتي شورا غړی غلام سخي لاله وايي، سره له دې چې دولت د ډبرو سکرو کانونو نه تر ټولو ډېر عواید ترلاسه کوي؛ خو تراوسه یې د دغو کان کیندونکيو لپاره کوم کار نه دی کړی.
د هغه په وینا، د درهصوف ـ مزارشریف لاره کې طالبان او امنیتي پوستې هره ورځ د ډبرو سکرو موټر چلوونکيو نه باج اخلي.
خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د درهصوف ـ مزارشریف لاره کې د طالبانو له خوا باج اخیستل ردوي او اويي، دولت د قانون په مطابق هغوی ته تعرفه وضع کړې ده.
د سمنګان د درهصوف د ډبرو سکرو کان کې شاوخوا ۲ زره کارکوونکي په کار بوخت دي او له دغه کانه هره ورځ سلګونه موټر نورو ولایتونو ته د ډبرو سکاره لېږدوي.