افغانستان کې جنسیتي توپیر په ختمېدو دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، افغانستان دا فرصت درلود چې په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د نه ګډون موضوع حل کړي. هغه څه چې ډېر مهم دي، د سولې خبرو اترو کې د ښځو د استازیو ګډون ته پام دی. افغان حکومت له کلونو همغږۍ او ملاتړ وروسته اوس په ډیموکراټیکو برخو کې د ښځو ګډون او وړتیا په رسمیت پېژندلي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په ټول افغانستان کې د ښځو د سلګونو شبکو د موجودیت او ملاتړ او د دغو مثبتو ټکیو د ملاتړ لپاره یو ښه پیل و.

دې هوکړې په افغانستان کې د ښځو شبکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت دی، څو ښځې وکولی شي چې په بین‌الافغاني خبرو اترو کې په ګډون سره د خپلو بشري حقونو دفاع وکړي.

افغانې ښځې په ټولنه کې د سولې په برخه کې د اقداماتو د هڅونې لپاره ښه رول لوبوي. په ډېری دغو هڅو کې چې د ملګرو ملتونو له لوري یې ملاتړ کېږي، افغان ښځې راټولې شوي چې په سیاسي پرېکړو او د سولې لپاره په روانو هڅو کې سره خبرې وکړي.

ملګري ملتونه هغو پرمختګونو ته په کتو چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره دروازې پرانېزي، د ښځو حقونو د دفاع ډلې د یوې طرحې جوړولو ته رابولي؛ ملګري ملتونه د دې پروګرامونو ملاتړ کوي، څو ښځې د سولې په ټولو رسمي خبرو اترو کې ګډون ولري.

روښانه ده چې افغان ښځې باید د سولې هر ډول رسمي خبرو اترو یوه برخه وي. په دغو خبرو کې د ښځو پوره او مانالرونکې ونډه د سولې د تلپاتې کېدو لامل کېږي؛ دا موضوع په ځلونو د نړۍ په نورو برخو کې ثابته شوې ده.

ملګري ملتونه تل د سولې په څېر په مهم ملي او سیمه‌يیزو پروسو کې د ښځو د ګډون په برخه کې فعال وو، څو د افغانو ښځو لپاره دا اسانتیاوې برابرې کړي چې د سولې په خبرو اترو کې مهم رول ولري.

ملګري ملتونه به په راتلونکې پروسه کې د ښځو د ښه رول لوبولو لپاره هغوی ته د مسلکي مشورو ورکولو ترڅنګ د هغوی ملاتړ وکړي، څو د سولې په بین‌الافغاني خبرو اترو کې یې ګډون اغېزمن او د یادو خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي یوه مهمه برخه وګرځي.

افغانو ښځو د نارینه‌وو په پرتله په بېلابېلو برخو کې ډېرې ستونزې تجربه کړي او همدا لامل دی چې د سولې په خبرو اترو کې یې ګډون مهم دی. د هېواد په کچه د ښځو د همغږۍ او حقونو د دفاع شبکې باید د سولې په مرکچي پلاوي کې د دوی د ګډون لامل شي؛ دا موضوع د سولې په پروسه کې بنسټیزې پایلې لري.

اوس د دې وخت را رسېدلی چې نه یوازې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیر پای ته ورسېږي، بلکې د وروستیو هوکړو پر مهال هم د ژوند په ټولنیزو، اقتصادي، مدني او سیاسي برخو کې دا توپیر ختم شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام