یوشمېر وکیلانو د ولسي جرګې په نننۍ عمومې غونډه کې د کورونا ویروس د ګواښونو په اړه اندېښنې وښودې او د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د ولسي جرګې د روغتیا، ځوانانو او بدني روزنې کمېسیون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته د کورونا ناروغي د ګواښونو او د پراخېدو د مخنیوي په اړه یوه طرحه وړاندې کړه.
په طرحه کې لیکل شوي، د هغو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکیو تنخاوې او امتیازونه دې لوړ شي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو درملنه کوي.
په طرحه کې دغه راز راغلي چې د عامه پوهاوي کچه دې پراخه، له ایران سره سرحدي ولایتونو ته دې پام ډېر او ترڅنګ دې د ولسي جرګې عمومي غونډې په دوو یا درېوو اوونیو کې یو ځل جوړې شي.
د ولسي جرګې غړی اسد خالد وايي، که په اوونۍ کې یوه غونډه جوړه شي، له یوې خوا به مو د کورونا د خپرېدو مخنیوی کړی وي او بلهخوا به مو پر دولتي ادارو خپل فشارونه هم روان ساتلي وي.
په همدې حال کې یوشمېر وکیلانو وویل، په افغانستان کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له اعلان شویو شمېرو ډېر دی او په کابل کې هم پر دې ناروغي اخته کسان شته، خو یاد وزارت نه یوازې د اخته کسانو شمېرې سمې نه خپروي، بلکې په دې اړه لازم تدابیر هم نه لري.
د وکیلانو له وړاندیزونو وروسته د ولسې جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، د کورونا ویروس ستونزه نړیواله ده او ډېری ځواکمن هېوادونه یې هم ځپلي؛ نو د مخنیوي لپاره یې باید جدي کار وشي.
وکیلانو دغه راز د رایو په ډېروالي پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د جرګې عمومي غونډې په اوونۍ کې یو ځل د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.
د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ښودلی دی. پر دغه ویروس تر اوسه ۳۴۰ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې د ۲۷۳ کسانو پایلې منفي او د پاتې ۴۵ نورو پایلې لا روښانه نه دي.