د سمنک حلوا پخول په افغانانو کې اوږده مخینه لري چې ښځې پهکې سره راټولېږي، په شعرونو ویلو او دریا وهلو سره نوی کال نمانځي.
د جوزجان یوشمېر نجونې چې په هېواد کې یې د جګړې د پای او سولې راتلو لپاره د سمنک مېله جوړه کړې وايي، په هېواد کې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او ښکېلې خواوې باید د سولې له رامنځته شوي فرصت نه سمه ګټه واخلي.
د سمنک مېلې یوه جوړوونکې نصیبې اریا سلاموطندار ته ویلي، دا دودیزه مېله یې د یووالي، یو بل منلو او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړه کړې، څو له دې لارې د جګړې ښکېلو لوریو ته د سولې پیغام ولېږدوي.
هغې د سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډې د ټینګار ترڅنګ، له امریکا، طالبانو او افغان دولت نه غواړي چې په دې ملي پروسه کې د ښځو ونډه هېره نه کړي او په وینا یې، د ښځو له ګډون پرته سوله بېمعنا ده.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر په دغه ولایت کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره د نجونو له لوري د سمنک مېلې جوړول ګټور بولي او وايي، د سولې په خبرو اترو کې د ښځو ونډه چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، حتمي ده.
د نوموړي په وینا، په هېواد کې روانې جګړې تر بل هر چا ښځینهوو ته ډېر زیان اړولی او د سولې په ملي پروسه کې یې ګډون د دې پروسې تلپاتېوالی تضمینوي.