
افغاني ځوان ليکوال یعقوب یسنا څلور ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه وليکل چې دی او مېرمن يې (اورانوس) په کورونا ويروس اخته شوي دي.
د ياد خبر له خپرېدو سره افغانستان کې نورو فرهنګيانو او ليکوالو له مسوولو بنسټونو په ځانګړې توګه په ايران کې د افغانستان له سفارته وغوښتل چې د یسنا او د نوموړي د مېرمنې روغتيايي وضعيت ته رسيدهګي وکړي.
نن په ايران کې د افغانستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د یسنا روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دی.
اعلاميه کې راغلي چې یاد سفارت دا موضوع له بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړه او د نوموړي او د هغه د مېرمنې درملنې لپاره يې لازم قدمونه واخيستل شول.
يسنا او مېرمن يې د ايران په «شهید صدوقي» روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې مسوولان يې د يادو کسان د روغتيايي حالت د ښه کېدو ډاډ ورکړی دی.
خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې د کورونا ويروس په اړه منفي خبرونه مه خپروئ. خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د يسنا د پوهنتون مسوولان د نوموړي د اولادونو ساتنه کوي او جدي او بنسټيز قدمونه يې په اړه پورته شوي دي.
يو شمېر هېوادوال چې په ايران کې اوسي، د ايران له حکومته شکايت چې د دوی په اړه بېپروا دي.
له دې سره په ايران کې د افغانستان سفارت ويلي چې د افغانانو د درملنې او نورو برخو کې د چوپړتياوو لپاره پوره پوره هڅه کوي.
نن سهار ايراني رسنيو راپورونه خپاره کړل چې له ۱۹ډېر کسان په ايران کې په کورونا ويروس اخته شوي دي چې له دې ډلې ۴۳۳ يې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم له ۴۰۰ ډېرې د کورونا ويروس شکمنې پېښې ثبتې شوې دي چې له ډلې يې ۲۴ مثبتې او نور يې منفي وې.





