د میدانوردکو ولایت د مرکز میدانښار ښاروالې ظریفې غفاري سلاموطندار ته وویل، نن ماسپښین دوه بجې د حمل په درېیمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «سپين کلي» سیمه کې د وسلهوالو له خوا پرې برید شوی دی.
غفاري وویل، دغه برید کې دې او موټر چلوونکي ته یې زیان نه دی اوښتی، خو موټر یې زیانمن شوی دی.
د میدانښار ښاروالې زیاته کړه چې وسلهوال کرولا ډوله موټر کې سپاره وو او په تېښته بریالي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان هم دغه برید تاییدوي او وايي، د پېښې د لاملانو نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
د میدان ښار ښاروالې ظریفې غفاري لس ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې مېرمنې جایزه هم ترلاسه کړې.
تر دا مهال د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.