
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال ټوبي لېنزر له تېرو دوو ورځو راهیسې له کورونا ویروس سره د مبارزې چمتووالي او روغتیايي وضعیت ارزولو په موخه هرات ولایت کې دی.
نوموړي نن د هرات له سيمهييزو چارواکيو سره ګډې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال خبرداری ورکړی چې ښايي راتلونکيو دوو یا درېیو میاشتو کې روغتیايي وضعیت بدتر شي.
د یوناما مرستیال د خلکو له خوا د روغتیايي ټکو نه له رعایتولو نیوکه وکړه خو ويې ویل چې ملګري ملتونو به په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
لېنزر ټینګار وکړ چې له کورونا ویروس سره د مبارزې یوازینۍ لاره د روغتیايي لارښوونو عملي کول دي او باید خلک د روغبړ پر مهال ټاکلې فاصله په پام کې ونیسي.
دغه راز د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د خبرو پرمهال وویل چې د روغتیايي وضعیت سختېدو او په کورونا د اخته کسانو له زیاتېدو سره مل دوی هم لازم چمتووالي نیولی دی.
رحیمي وویل، سيمهييزه اداره د درېیو نورو میاشتو لپاره هم خوراکي توکي په واک کې لري او په راتلونکيو ورځو کې به له بهره نور خوراکي توکي هم وارد شي.
په ورته حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا خبرداری ورکوي چې که چېرې خلک د کورونا ویروس په اړه بې پروايي وکړي، ښايي لویه فاجعه رامنځته شي.
تمنا پر خلکو غږ وکړ چې د روغتیايي چارواکيو له خوا وړاندې شوې سپارښتنې او لارښوونې عملي کړي.
روغتیايي چارواکي د کورونا ویروس په اړه د خلکو له بې پروایۍ اندېښنه ښيي او ټینګار کوي چې خلک باید دغه ویروس جدي وګڼي او روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.
په هرات کې د چارواکيو اندېښنې په داسې حال کې دي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې په دغه ویروس ۴۰ کسان اخته دي او دوه تنه یې وژلي دي.





