د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه؛ جګړو لا زور اخيستی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک او د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله په بادغیس، جوزجان، کندوز، بغلان، سرپل، فاریاب، کاپیسا، هلمند، بدخشان، فراه، لوګر او پروان ولایتونو کې جګړو هم زور اخیستی دی.

بادغیس، جوزجان، کندوز او کاپيسا هغه ولایتونه دي چې د طالبانو په تهاجمي او غلچکیو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف ازار سلام وطندار سره خبرو کې وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې لاسلیک کېدو وروسته، طالبانو د دغه ولایت پر ولسوالیو او د بلخ – جوزجان لویې لارې پر پوستو ۱۸ بریدونه کړي چې په پایله کې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

له بادغیس، جوزجان او کندوز ولایونو وروسته بغلان، سرپل، فاریاب، هلمند، بدخشان، فراه، لوګر او پروان هغه ولایتونه دي چې د طالبانو تر بریدونو لاندې دي او په کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند، فاریاب، لغمان، بدخشان، بادغیس، بلخ او فاریاب ولایتونو امنیتي او سيمه‌ييز چارواکي وايي، په تېرو ۲۷ ورځو کې امنیتي ځواکونو ته له اوښتنې مرګ ژوبلې سربېره، طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتنې او د ۱۵۶ تنو له وژل کېدو سره څنګ کې نږدې سل کسان نور ژوبل شوي هم دي.

د هلمند د امنيې قومندانۍ ویاند محمد زمان همدرد سلام وطندار سره خبرو کې وايي چې طالبانو له امریکا سره د سولې تر تړون لاسلیک کولو وروسته، د نهر سراج، ناوې، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۵۸ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې سره څنګ کې په کندوز، هرات، غزني، فاریاب او سرپل ولایتونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د هرات، غزني او فاریاب ولایتونو امنیتي او سيمه‌ييز چارواکي وايي، د طالبانو او افغان ځواکونو په دغو بریدونو کې ۲۳ ملي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي او دغه راز ۲۹ بندیان د طالبانو له منګولو ژغورل شوي دي.

 نیمروز، میدان وردګ، نورستان، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې له امریکا سره د طالبانو د سولې له تړون وروسته په کې نسبي ارامي وه او ترې د کمو امنیتي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

 همدارنګه د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي سلام وطندار ته وايي چې د سولې له هوکړې او د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، طالبانو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او که همداسې دوام ولري، ښايي لویه فاجعه رامنځته کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه له جزيياتو ورکولو ډډه کوي او له پرله پسې هڅو وروسته هم بریالي نه شوو چې په دې اړه د دفاع وزارت نظر هم واخلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام