په هرات ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د تشخیص او کنټرول مرکز ډاکټران په دغه مرکز کې د خوراکي توکیو د کمښت په اړه شکایت کوي او پر چارواکیو د ناکارۍ تور لګوي.
دغه ډاکټران د یوه اعتراضي لیک په خپرولو سره شکایت کوي چې د کورونا ویروس د تشخیص او کنټرول مرکز له پرانستو راهیسې شپه او ورځ پر کار بوخت دي او په دې موده کې یې هېڅ رخصتي نه ده کړې.
ډاکټران زیاتوي، په یاد مرکز کې لازم خوراکي توکي نشته او سره له دې چې څو ځله یې په دې اړه د هرات روغتیا ریاست ته شکایت کړی، خو چارواکیو له ژمنو پرته بل هېڅ نه دي کړي.
په دغه لیک کې دغه راز ویل شوي چې د ولایت روغتیايي چارواکي یوازې هغه مهال د کورونا ویروس د مرکز له ډاکټرانو سره اړیکه نیسي چې د شکمنو پېښو پایلې څرګندې شي .
د ډاکټرانو په خپاره شوي لیک کې لیکل شوي: «موږ یوازې د خدای او خپلو خلکو لپاره کار کوو. موږ خپل او د خپلې کورنۍ ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی. د لابراتوار له پرانېستل کېدو راهیسې تر اوسه خپلو کورونو ته نه یو تللي، بلکې شپه او ورځ پر کار بوخت یو. کله چې ټوله شپه او ورځ کار کوو، نو زموږ د خوراک او څښاک غم باید وخوړل شي، خو له بده مرغه چارواکیو تر اوسه موږ ته خواړه نه دي راکړي. موږ فکر کاوه چې ښايي چارواکي ډېر بوخت وي او وروسته به زموږ د ډوډۍ غم وخوري، خو داسې ونه شول. د عامې روغتیا ریاست چارواکي یوازې هغه وخت له موږ سره اړیکه نیسي چې د شکمنو پېښو د معاینو پایله راووځي، شمېرې واخلي، خو د بل هېڅ شي پوښتنه نه کوي.»
خو د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د ډاکټرانو ادعا ردوي او وايي، په دې اړه یې تر اوسه هېڅ ډول شکایت نه دی ترلاسه کړی.
تمنا د چارواکیو د ناکارۍ خبره هم نه مني او وايي، ډاکټران ښايي له ناسم پوهاوي سره مخ شوي وي.
دغه اعتراض په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې هم د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکیو او په هرات کې د کورونا ویروس د تشخیص مرکز ډاکټرانو د اړینو امکاناتو له نشتوالي شکایت وکړ.
راپورونه ښيي چې تر اوسه د هرات ولایت ۱۵ ډاکټران او نرسان هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي.