د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دا شمېر بندیان، عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتو خوشې شوي دي.
وروسته تر هغې چې طالبانو د ۵ زره طالب بندیانو د نه خلاصېدو په اعتراض کې خپله تخنیکي ډله له کابله قطر ته وغوښته، افغان دولت د بندیانو د ازادولو بهیر په پړاوونو سره پیل کړ.
۱۰۰ طالب بندیان تېره ورځ او ۱۰۰ يې هم نن د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان خوشې شول.
د ملي امنیت شورا په یوه بیانیه کې ولیکل چې خوشې شویو بندیانو قسم کړی چې هېڅکله د جګړې ډګر ته نه ورګرځي او همداراز بندیان د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست له لوري بایومټریک شوي دي.
خو ولې د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ اختلاف لا هم شته دی.
طالبان تل ټینګار کوي چې د هغوی ۵ زره زندانیان باید دوحه کې د شوې هوکړې له مخې خوشې شي او دې وروستیو کې کابل کې د هغوی تخنیکي پلاوي بګرام زندان نه د دغې ډلې د ۱۵ لوړ پوړو غړيو پر خوشې کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د حاکمیت د وخت لوی څارنوال جلال الدین شینواری سلاموطندار ته وايي، اوس مهال د طالب زندانیانو خوشې کول د افغان حکومت په خوښه دی او طالبان دغې تګلارې سره موافق نه دي.
د هغه په وینا، که افغان حکومت د اسلامي امارت ۱۵ لوړپوړي غړي خوشې کړي، د طالبانو فني پلاوی به بېرته کابل ته ستون شي.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، افغان حکومت هڅه کړې چې د سولې خبرو بهیر اوږد کړي او زياتوي چې د محمد اشرف غني محاسبه دا ده چې دغه بهیر تر څلور پنځو کلونو پورې وغځوي.
د سعیدي په وینا، د هېواد وضعیت مطلوب نه دی او دغه سیاست به د جګړې زیاتېدو لامل شي.
د افغانستان لپاره د سولې راوړلو هوکړه د تېر کال د حوت میاشتې په لسمه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ملا برادر له خوا لاسلیک شوه.
د دغې هوکړې له مخې، باید د راتلونکو خبرو بهیر تسهیل لپاره، د افغان حکومت له خوا ۵ زره طالب بندیان او د طالبانو له خوا د افغانستان زر بندیان د تېر کال د حوت میاشتې تر شلمې خوشې شوي وای، خو تراوسه داسې نه دي شوي.