د کابل ښار ۵مه ناحيه کې پر موټرسايکل ګرځېدو بنديز ولګېد

د کورنيو چارو وزار اعلان وکړ چې د ترهګريزو بريدونو، جنايي جرمونو او هدفي وژنو د مخنيوي په موخه يې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې پر موټرسايکل ګرځېدو بنديز ولګاوه.

ياد وزارت نن په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د يادې ناحيې له اوسېدونکيو وغوښتل چې تر راتلونکې اطلاع پورې له موټر سايکل چلولو ډډه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی څېړنې ښيي چې د کابل ښار په ياده ناحيه کې ډېری جنايي جرمونه، هدفي وژنې او ترهګريز بريدونه پر موټرسايکل کېږي.

ياد وزارت خبرداری ورکوي، هر هغه څوک چې له دې ابلاغيې سرغړونه وکړي، پوليس او د عامه نظم ځواکونه به ورسره قانوني چلند وکړي او موټرسايکل به يې ورنه ضبط کړي.

دا په داسې حال کې ده د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې په ياده ناحيه کې ډېری هدفي وژنې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام