په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس اویا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي, په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ۵۴۲ شکمنې پېښې کتل شوي چې اویا یې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت وایي, له دې ډلې ۳۱ په کابل، ۲۲ په هرات، ۳ په کندهار ، ۳ په غزني، ۲ په ميدان وردګ، ۲ په کونړ، ۲ په ننګرهار، ۱ په فاریاب، ۱ په روزګان، ۲ په نیمروز او یوه په بغلان ولایت پورې اړه لري.
اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د ځان او هېوادوالو د ژوند خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې او د دغه وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.