د کندوز وکیلان او اوسېدونکي: والي دې له دندې لرې شي

یوشمېر وکیلانو او د کندوز مدني فعالانو په یوه خبري غونډه کې د دغه ولایت د محلي مسوولانو پر بې‌غورۍ او په ولایت کې د والي پر نه حضور د نیوکې ترڅنګ وویل، له اوږدې مودې راهیسې د کندوز والي ولایت ته نه دی ورغلی او همدا لامل دی چې نورو محلي چارواکیو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

دوی له حکومته غواړي چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له دندې ګوښه کړي. د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي، سره له دې چې د دغه ولایت اوسېدونکي د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ولایتي ادارې ورته د روغتیايي خدماتو رسولو برخه کې بې‌غوري کوي.

د نوموړې په وینا، ۱۰۰ میلیونه افغانۍ له کورونا سره د مبارزې لپاره کندوز ته ځانګړې شوي، خو د والي د اوږدمهالې ناسوبتیا له کبله یادې پیسې نه دي لګول شوي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي وايي، په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د تشخیص مرکز نه موجودیت د کندوزیانو اصلي اندېښنه ده.

هغه له ولسمشر نه غواړي چې دغه ولایت ته نوی والي وټاکي او په وینا یې، که په دې برخه کې ژر اقدام ونه شي، انساني ناورین به جوړ شي.

د کندوز مدني فعالان هم د ولایتي ادارې پر بې‌غورۍ نیوکه کوي او وايي، د کندوز د کورونا په ځانګړي ۷۵ بستریز روغتون کې لومړني روغتیايي امکانات نشته او روغتیايي مسوولان پر کورونا د اخته کسانو اصلي شمېر پټوي.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، کومې سل میلیونه افغانۍ چې کندوز ته ځانګړې شوي، د دغه ولایت پر روغتون لګول کېږي.

هغه د والي د ناسوب‌تیا په اړه وايي، عبدالجبار نعیمي په یوه رسمي سفر کابل ته تللی چې د کندوزیانو وړاندیزونه او ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس احسان‌الله افضلي وايي، سره له دې چې لازم امکانات نه لري، خو پر کورونا ویروس د شکمنو اخته کسانو نمونې پر خپل وخت مرکز ته لېږي. د نوموړي په وینا، د کندوز روغتونونه ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

افضلي وايي، د یوه جراحي ډاکټر په ګډون درې کسان په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوي او اوس په کور کې کورنټین دي. خو د دغه ولایت ځینې ډاکټران پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې زیات بولي.

د دوی په وینا، د لازمو امکاناتو نه موجودیت لامل شوی چې خلک روغتونونو ته کم ورشي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه په کندوز کې ۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او لسګونه نورې نمونې تر اوسه نه دي تشخیص شوې.

تر اوسه ۹۳۳ کسان په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس اخته شوي چې ۳۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام