تخار کې د محلي اردو او پوله‌ساتو ځواکونو ۱۸ سرتېري وژل شوي

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګاه ۱۱ بجې د دغه ولایت په خواجه‌غار ولسوالي کې د هوا پېژندنې په نوم پر امنیتي پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، په یاد برید کې د محلي اردو ۱۶ سرتېري او دوه پوله‌ساتي ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

اسیر وايي، یاده نښته سیمې ته د مرستندویه ځواکونو له رسېدو سره سم وروسته له درېوو ساعتونو پای ته ورسېده.

د تخار د پولیسو ویاند وايي، په برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په اړه یې جزیات نه ورکوي.

د تخار په خواجه‌غار ولسوالي کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د درې امنیتي سرتېرو جسدونه ورک دي.

دغه سرچینې وايي، په یاده پوسته کې د تېز غبرګون او د محلي اردو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې په خواجه‌غار ولسوالي کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۳ پولیس ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام