کندوز کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي

ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، چې تېره ورځ د امام‌صاحب ولسوالۍ «بېش‌کپه» سیمه کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي او ۲ نور يې ټپیان کړي دي.

د کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، دغه کس د رامنځته شوې حقوقي دعوې په تړاو خپل ورور، ورېندار او ورېرونه چې عمرونه یې له ۴ تر ۱۰ کلونو وو، په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

اکبري زیاتوي چې د امام‌صاحب ولسوالۍ پولیسو د پېښې په تړاو تورن کس نیولی او څېړنې يې پیل کړې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام