پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې تازه پېښې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، د کورونا د مثبتو پېښو له ډلې ۲۱ یې په هرات، ۱۵ په کابل، ۱۵ په کندهار، ۱۰ په بلخ، ۹ په لوګر، ۸ په جوزجان، ۷ په پنجشېر، ۷ په لغمان، ۷ په پکتیا، ۶ په غزني، ۶ په تخار، ۵ په ننګرهار، ۲ په هلمند، ۲ په میدان وردګ، ۲ په کونړ او په بادغیس، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې یوه-‌یوه پېښه ثبت شوې ده.

مایار وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یوې ځوانې ښځې په کندهار کې د کورونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په دې سره په هېواد کې د مړو شمېر ۵۸ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له پرون راهیسې پر کورونا ۸ اخته کسان بېرته رغېدلي چې ټول‌ټال یې شمېر ۲۲۸ کسانو ته رسېږي.

کابل د ۴۹۴ مثبتو پېښو په لرلو سره پر کورونا د ککړو ولایتونو په سر کې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام