د پروان محلي چارواکو د کورونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې له جوړولو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغې کمېټې له کورونا سره د مبارزې په موخه پر روغتیايي تجهیزاتو ۹ میلیونه افغانۍ لګولې دي.
د پروان د والي مرستیال شاهد چې د دغې کمېټې مسوولیت ور په غاړه دی وايي، یادې کمېټې د دوو زرو بېوزله کورنیو لپاره په ۸ میلیونه افغانیو خوراکي توکي پېرلي دي.
که څه هم د حکومت مرکزي ادارې د پروان لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې، خو د پروان د والي مرستیال وايي، تر اوسه روغتیايي تجهیزات او خوراکي توکي د روغتیايي ادارو او خلکو په واک کې نه ده ورکړل شوي.
د پروان د عامې روغتیا په ریاست کې له کورونا ویروس سره د مبارزې مسوول محمدضیا صابري وايي چې عامې روغتیا وزارت هم د روغتیايي تجهیزاتو لپاره ۴ میلیونه افغانۍ د دې ادارې حساب ته ورلېږلي چې نږدې دوه میلیونه یې لګېدلې دي.
هغه وايي، پاتې دوه میلیونه افغانۍ به د تازه ګومارل شویو کارکوونکو د معاشونو په برخه کې ولګوي.
د کورونا پر وړاندې د مبارزې کمېټې د فعالیتونو د څار په شورا کې د رسنیو او مدني ټولنو استازي وايي، د تدارکاتو کمېټې له لوري شوي فعالیتونه نه تاییدوي.
په یاده کمېټه کې د رسنیو استازی عبدالباعث محمدي وايي چې د دغې شورا غړي د روغتیايي تجهیزاتو د بیو اخیستو او پېرلو پر مهال نه وو.
د دغه ولایت خبریالان هم وايي چې د مسوولو ادارو له لوري د پېرل شویو تجهیزاتو نوملړ نه دی ورکړل شوی.
د رسمي راپورونو له مخې، په پروان کې تر اوسه ۵ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او یو هم مړ شوی دی.