د کابل میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د برښنا پایې د ورانولو په تور ۶ کسان نيول شوي

کورنیو چارو وزارت د کابل میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د برښنا پایې د ورانولو په تور شپږ کسیزه ډله نیولې.

له ياد وزارته نن د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه کسان د جمعې شپې عملیاتو کې نیول شوي او د ترهګريزو بریدونو په پلانولو تورن دي.

خبرپاڼه کې همداراز ليکل شوي چې دغې شپږ کسیزې ډلې تېره شپه غوښتل میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې ونیول شول.

پولیسو دغو کسانو نه یو لړ وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي.

د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا پایه تېره اوونۍ د کابل میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري ونړول شوه چې د برښنا شرکت په وینا، پر جوړولو یې ۳۰۰ زره ډالره لګښت راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام