
د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، په دې ولايت کې يو متخصص، يو ډاکټر او ۹ روغتيايي کارکوونکي پر کورونا ويروس اخته شوي دي.
دوی وايي، د روغتيا برخې ياد کارکوونکي اوس مهال قرنطين دي او روغتيايي مرکز يې د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.
د پنجشېر والي کمالالدین نظامي وايي چې د يادو کسانو پر کورونا ويروس د اخته کېدو له کبله د دې ولايت اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو له ډېرو ستونزې سره مخ دي.
د پنجشېر والي او د ياد ولايت د روغتيا رياست مسوولان وايي، د يادې موضوع په اړه يې عامې روغتيا وزارت ته خبر ورکړی؛ خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دوی د عامې روغتيا وزارت له مسوولانو غواړي ژر تر ژره دې ولايت ته ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي ورولېږي ترڅو د ناروغانو ستونزې حل شي.
د عامې وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه پورې په هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۴ ته رسېدلی چې له دې ډلې له ۲۵۰ ډېر يې د روغتيا د برخې کارکوونکي دي.





