نورستان؛ هغه ولايت چې لومړي ځل لپاره په کې د کورونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوه

روغتيايي مسوولان وايي، لومړي ځل لپاره په نورستان ولايت کې د کورونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په لابراتوار کې ټولې ۵۴ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې يې يوه په نورستان کې، ۱۱په ننګرهار کې، ۹په لغمان کې او ۲په کونړ کې ثبت شوې دي.

د ختیځو ولایتونو د کورونا ويروس د تشخیص مرکز په ننګرهار کې کېږي.

د يادو پېښو له ثبت سره د هېواد په ختیځو ولایتونو کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۱ ته ورسېد.

ننګرهار کې بیا له دې شمېره ۴کسان رغېدلي او ۱۰ مړه شوي دي.

دې سره ټول هېواد کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ ته ورسېد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام