د میررحمان رحماني له ساتونکو د ډاکټرانو شکایت

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي کارکوونکي د کابل په یوه روغتون کې له ډاکټرانو سره د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني د ساتونکو پر چلند نیوکه کوي.

د دوی په خبره، د روغتون د کاري شېفټ له پای ته رسېدو وروسته د رحماني لس ساتونکي یاد روغتون ته د کورونا ویروس د تشخیص لپاره ورغلي او د معایناتو د کولو غوښتنه یې کړې ده.

د کورونا ویروس د تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کادر مسوولان وايي، سره له دې چې ډاکټرانو له دوی سره ډېر ښه چلند وکړ، خو د میررحمان رحماني ساتونکو ورسره نه یوازې ناسم چلند کړی، کنځلې یې ورته کړي او ان د وهلو ډبولو هڅه یې کړې ده.

ډاکټران غواړي چې دا قضیه د عامې روغتیا وزارت او مسوولو ادارو له لوري په جدي توګه وڅېړل شي.

یو معترض ډاکټر شجاع الله وايي، سره له دې چې کاري وخت یې پای ته رسېدلی و، خو د میررحمان رحماني له ساتونکو وغوښتل چې د معلوماتو یاداښت ته یې پرېږدي او که کوم یو یې شکمن و، د هغه سمپل به هم واخلي، خو په وینا یې، د حاجي عنایت په نوم یوه ساتونکي ورته کنځلې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، د دغه وزارت د روغتیايي پرسونل له حقوقو او باور نه دفاع د دوی کاري لومړيتوب دی او په اوسنیو شرایطو کې له روغتیايي کادر سره نامناسب چلند د زغملو وړ نه دی.

د نوموړي په وینا، یاده پېښه یې څېړلې او له مقابل لوري نه یې اخلاقي ژمنه اخیستې چې په راتلونکي کې له روغتیايي کارکوونکو سره ورته چلند ونه کړي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحاني نظر هم واخلو، خو نوموړي زموږ پرله‌پسې اړیکو ته ځواب را نه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام