
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه تازه پېښه په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي چې کابل د ۱۸۸ پېښو په لرلو سره د ټولو ولایتونو په سر کې دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وايي، د یادو تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵ زره ۶۳۹ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۴ اخته کسان مړه شوي او ۴۳ نور بېرته رغېدلي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۶۹۱ اخته کسان بېرته جوړ شوي، خو ۱۳۶ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه وزارت مسوولان خبرداری ورکوي، که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او په خپلو کورونو کې پاتې نه شي، په هېواد کې به د کورونا ویروس خپرېدل چټک شي.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ میلیونه او ۴۲۹ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ۲۹۸ زرو ډېر یې مړه او له یو میلیون او ۶۵۸ زره ډېر یې بېرته رغېدلي دي.





