طالبانو د افغان حکومت له هغې پرېکړې چې ۲ زره طالب بنديان خوشې کوي، هرکلی کړی

ارګ تېره ورځ د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند کولو په ځواب کې د ۲۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو امر وکړ. طالبانو يې هم د دې کار هرکلی کړی دی او د حکومت له لوري دا ګام يې ستايلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین په يوه ټوېټ کې ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې اړتيا ده چې د دواړو لوريو ترمنځ د باور جوړولو  لپاره ۵ زره طالب بنديان خوشې شي.

شاهين د بين‌الافغاني مذاکراتو پيل لپاره د بنديانو نه خوشې کولو تر ټولو لوی خنډ ياد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې افغان حکومت سره د اختر په درې ورځو کې اوبند کوي. افغان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي ترڅنګ وويل چې د اوربند اصولو به مراعت کوي او دې کار ته به ژمن وي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې به افغان حکومت ۵۰۰ طالب بنديان خوشې کوي او په بدل کې به يې طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنيتي سرتېري خوشې کوي. طالبانو ويلي چې د بين‌الافغاني خبرو پيل لپاره تر ټولو اړينه د طالب بنديانو خوشې کول دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام