
ولسمشر محمد اشرف غني نن په يوه ټوېټ کې ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو سره يې ټلفوني خبرې کړي او پامپيو د افغان حکومت له تازه پرېکړې چې له مخې يې ۲۰۰۰ طالب بنديان خوشې کېږي، هرکلی کړی.
ولسمشر د پامپيو له قوله ليکلي چې امریکا په دې هڅه کې ده ترڅو افغانستان کې تلپاتې اوربند او د سولې د مخامخ خبرې پيل شي.
نوموړي زياته کړې چې د پامپيو ټلفوني خبرې د مصالحې شورا له رييس عبدالله عبدالله سره هم وشوې.
ارګ تېره ورځ د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند کولو په ځواب کې د ۲۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو امر وکړ. طالبانو يې هم د دې کار هرکلی وکړ او د حکومت له لوري يې دا ګام وستايه.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین په يوه ټوېټ کې ويلي و چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې اړتيا ده چې د دواړو لوريو ترمنځ د باور جوړولو لپاره ۵ زره طالب بنديان خوشې شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې افغان حکومت سره د اختر په درې ورځو کې اوبند کوي. افغان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي ترڅنګ وويل چې د اوربند اصولو به مراعت کوي او دې کار ته به ژمن وي.





