کندهار کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۹ ملکيان وژلي

د کندهار د امنیې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، نن سهار لس بجې د ارغستان ولسوالۍ د «خشک رود» سیمه کې د ملکي وګړيو موټر د سړک غاړې پرماین ختلی دی.

بارکزی وايي، په دې پېښه کې ۹ ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د يادولو ده چې تېره ورځ هم په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي وو.

مسوولانو د دوه ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام