د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۲۸ نمونې کتلي چې له ډلې نه یې د ۶۴۸ کسانو د کورونا پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغو پېښو له ډلې ۳۹۳ په کابل، ۹۶ په هرات، ۹۵ په ننګرهار، ۲۵ په نیمروز، ۱۸ په کونړ، ۱۳ په کندهار، ۱۲ په فراه، ۸ په کندوز، ۷ په روزګان، ۶ په بادغیس، ۴ په زابل، ۴ په بدخشان او په پروان کې هم ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۲ زره ۱۴۳ ته ورسېده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمدجواد عثماني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۲۱ اخته کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور بېرته روغ شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه د کورونا له کبله ۴۰۵ کسان مړه شوي او ۲ زره ۹۷۵ بېرته روغ شوي دي.
په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د ۵۰ زره ۶۵۸ کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې نه یې ۱۸ زره او ۴۲۴ هغه فعالې پېښې دي. خو داسې ویل کېږي چې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له اعلان شوي هغه نه لوړ دی.
تر اوسه په نړۍ کې له ۷ میلیونه او ۳۲۳ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې نه یې له ۴ سوه ۱۳۷ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۳ میلیونه او ۶۰۳ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.