د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۴۸ کسانو د کورونا پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۲ زره او ۸۹۰ ته ورسېده.
د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۱۱ کسان په کابل، ۱۸۱ په هرات، ۵۰ په کندهار، ۷۸ په پکتیا، ۳۶ په ننګرهار، ۳۲ په بادغیس، ۲۱ په پروان، لس په کونړ، لس په کاپیسا، ۸ په غور، ۶ فراه او ۵ هم په لغمان ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني په یوه خبري غونډه کې وویل، تر دې وروسته ټول خصوصي مرکزونه اجازه لري چې پر کورونا اخته کسان وګوري او درملنه یې وکړي.
د نوموړي په وینا، خصوصي روغتونونه او مرکزونه د کورونا ویروس د تشخیص لپاره جواز ته اړتیا نه لري، خو کولای شي چې پر کورونا اخته کسان وګوري او درملنه یې وکړي.
عثماني وايي، هېڅ خصوصي روغتون نه شي کولای د ژر تشخیصوونکې لارې په وسیله پر کورونا اخته کسان وګوري او درملنه یې وکړي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۱ اخته کسان مړه شوي او ۳۱۳ نور بېرته روغ شوي دي.
تر اوسه ټولټال ۴۲۶ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۳ زره ۳۲۶ نور بېرته روغ شوي دي.
په نړۍ کې بیا له ۷ میلیونه او ۴۵۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۴ سوه زرو ډېرو خپل ژوند بایللی او له ۳ میلیونه او ۷۵۱ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.