عبدالرشید دوستم د افغانستان درېیم مارشال شو

ولسمشر محمداشرف غني د یوه فرمان له مخې، خپل مخکېني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالي رتبه ورکړه.

د ملي مصالحې شورا لومړي مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند دغه فرمان پر خپل ټویټر خپور کړی دی.

ولسمشر غني د جوزا په ۲۱مه دغه فرمان لاسلیک کړی دی.

د فرمان په متن کې لیکل شوي: «د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۹ بند له مخې، عبدالرشید دوستم ته د سیاسي کړکېچ د حل او په هېواد کې د ثبات راتلو په برخه کې د هغه د خدمتونو لپاره د مارشالي رتبه ورکوم.»

د هغې سیاسي هوکړې له مخې چې په ثور میاشت کې د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شوه، عبدالرشید دوستم ته د مارشالي رتبې ورکول او د دولت په ستره شورا او ملي امنیت شورا کې د ګډون حق ورکول د یادې هوکړې برخې دي.

تر دې مخکې په لومړي ځل د شاهي کورنۍ د واکمنۍ پر مهال له حبیب‌الله کلکاني نه د کابل نیولو له کبله شاه‌ولي خان ته د مارشالي رتبه ورکړل شوه.

له هغه وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو پر وړاندې جبهې قوماندان احمدشاه مسعود ځای‌ناستي محمدقسیم فهیم ته د مارشالي رتبه ورکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام