د اقتصاد وزارت چارواکي په هېواد کې د اقتصادي ودې کمېدو او بېوزلۍ کچې لوړېدو خبر ورکوی.
د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي، د کورونا ناورین د هېواد د اقتصادي وضعیت د لابدترېدو لامل شوی دی.
بهمن وايي، کورونا ویروس د اقتصادي ودې دوران هم له ستونزو سره مخ کړی او اټکل کېږي چې د بېوزلۍ کچه به له ۵۵ سلنې نه ۶۱ سلنې ته پورته شي.
د اقتصاد وزارت ویاند دغه راز وايي چې د وزګارتیا کچه به له ۲۴ سلنې نه ۳۵ سلنې ته لوړه شي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سیفالدین سیحون وايي، د خلکو د ورځني عاید کمېدل، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل او دغه راز د دولتي بودیجې کمېدل لامل شوي چې د بېوزلۍ او اقتصاد وضعیت لابدتر شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د افغانستان په اړه د راپور په خپرولو سره د بېوزلۍ له زیاتېدو اندېښنه ښودلې او اټکل کوي چې د کورونا ناورین به د افغانستان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې خلکو کچه ۷۲ سلنې ته ورسوي.