بهرني جنګیالي د ځانمرګو او وسله‌والو بریدونو او چاودنو لپاره ماشومان کاروي

د رحمت‌الله په مستعار نوم یوه ماشوم له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې بهرني جنګیالي کم‌عمره ماشومان د طالبانو لیکو ته بیايي او هلته ورته نظامي، د ماین جوړولو او ځانمرګو بریدونو روزنه ورکوي.

دغه ۱۶ کلن ماشوم چې تازه له طالبانو را تښتېدلی او د دولت تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي وايي، هغه ماشومان چې روزل شوي، ډېری یې په چریکي بریدونو او ماین‌اېښودلو کې ونډه اخلي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو هر قوماندان له لس تر پنځلسو ماشومان خپله روزي او بیا یې په چریکي بریدونو او ماین‌اېښودلو کې کاروي.

په جوزجان کې امنیتي چارواکو هم سلام‌وطندار ته منلې چې د دغه ولایت جګړه د بهرنیو جنګیالیو له لوري چې اوزبکستان، پاکستان او ترکمنستان اوسېدونکي دي، رهبري کېږي او ډېری جنګیالي یې له اتلسو کلونو کم عمرونه لري.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د ترکمنستان، پاکستان، اوزبکستان او چچین جنګیالي فعالیت کوي او له کم‌عمره ماشومانو نه په چریکي جګړو او ماین‌اېښودلو کې کار اخلي.

د جوزجان یوشمېر دیني عالمان د وسله‌والو له لوري په نظامي عملیاتو او ماین‌اېښودلو کې د ماشومانو کارول ناروا او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف کار بولي.

د جوزجان د علماوو شورا رییس مفتي محمدرسول مجهز وايي، په جګړې، بریدونو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې د ماشومانو کارول ناروا دي او دا کار د انساني ارزښتونو خلاف دی.

خو د طالب ډلې یو ویاند ذبېح‌الله مجاهد په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام