روغتیا وزارت: پر ۳۴ ولایتونو ۵۰۰ وېنټلاټورونه وېشل کېږي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماندوزیر احمدجواد عثماني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د ۵۰۰ مصنوعي ساه اخیستنې ماشینونو یا وېنټلاټورونو د وېش لړۍ یې پيل کړې ده.

عثماني وویل، دغه ماشینونه له جرمني هېواده پېرل شوي او د اړتیا له مخې به پر ولایتونو ووېشل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر دغه راز وايي چې نن به ۱۰۶ ماشینونه پر ۹ ولایتونو ووېشل شي.

د مصنوعي ساه اخیستنې ماشینونو د وېش لړۍ داسې مهال پیلېږي چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د نویو اخته کېدونکو کسانو شمېر په تېرو درېوو میاشتو کې تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوی دی.

له دغه وزارت نه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۶۰ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ورسره په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۲۸۹ ته رسېږي.

د وزارت شمېرې ښيي چې د دغو کسانو له ډلې ۵۵ په کابل، ۲ په کندهار، ۲ په نیمروز او یو هم په هلمند ولایت کې پر کورونا اخته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۷ کسان د کورونا ویروس له امله په کابل کې مړه شوي او په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱ سوه ۶۴ ته ورسېده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس د ۷۲ کسانو په درملنې سره، تر اوسه په ټول هېواد کې له دې ناروغۍ نه د رغېدلو کسانو شمېر ۲۳زره ۲۸۰ ته رسېدلی دی.

په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې کموالی داسې مهال دی چې په هرات کې د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال هېڅوک پر کورونا ویروس نه دي اخته شوي.

هرات افغانستان ته د کورونا ویروس د راتګ دروازه او دغه راز د کورونا ویروس د خپرېدو مرکز پاتې شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام