د فاریاب د کوهستان ولسوالي مرکز د طالبانو لاس ته ورغلی

په فاریاب کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې له څلورو خواوو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د ۴ پوستو له سقوط وروسته د کوهستان ولسوالي مرکز نیولی دی.

د سرچینې په وینا، اوس امنیتي ځواکونو «مقاومت‌کلا» ته شاتګ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، په یاده نښته کې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د فاریاب محلي او امنیتي مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام