په ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۲۱ اخته کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ویروس ۸۳۴ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۲۰۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

په یاده موده کې پر کورونا ۶۱۴ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۲۱ نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نن په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د تازه پېښو په ثبت سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۹۲۸ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۴ زره ۵۲۱ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

تر اوسه په نړۍ کې ۱۵ میلیونه او ۳۸۲ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۶۳۰ زره مړه شوي او ۹ میلیونه ۳۵۶ زره نور بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام