کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۶ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، مړه شوي او ۱۸۷ نور بېرته ښه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۷۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په پنځلس ولایتونو کې د ۱۹۷ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۲۶۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر اوسه ۲۶ زره او ۴۵۱ ناروغان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۱۳۴۴ نور مړه شوي دي.

تر اوسه په نړۍ کې له ۲۰ میلیونه او ۲۶۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ۷۳۹ زرو نه ډېر یې مړه او له ۱۳ میلیونه او ۱۷۹ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام