په جرمني کې د افغانستان سفارت پر وړاندې د کډوالو اعتراض

په جرمني کې یوشمېر مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارت نه شکایت کوي او وايي، د  سفارت د چارواکو د بې‌غورۍ، نه پاملرنې او فساد له امله ستړي شوي او که یې غوښتنې و نه منل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.

دغه کډوال وايي، په جرمني کې یې د افغانستان سفارت له‌خوا خبرداری ترلاسه کړی چې په لاریون کې ګډون و نه کړي او که دغه کار یې وکړ، له جرمني به وشړل شي.

په جرمني کې د کډوالو حقوقي فعال سیدنسیم سادات وايي، د افغانستان سفارت د کارکوونکو بې‌غوري او فساد د کډوالو لپاره په سرخوږي او اندېښنو بدل شوي دي.

سادات زیاتوي، په جرمني کې د افغانستان سفارت لامل شوی چې ګڼ‌شمېر افغانان هلته خپل کارونه له لاسه ورکړي.

په جرمني کې د افغان سفارت مخې ته د راټولو شویو کډوالو شمېر ۶۰ کسانو ته رسېږي او وايي، د افغانستان سفارت د کډوالو تر منځ د جعلي سندونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د سفارت پر وړاندې د لاریون مخه ونیسي.

په جرمني کې د افغانستان سفارت چارواکي په دې اړه ځواب نه ورکوي. وموغوښتل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام