طالبانو د کندهار په ارغستان کې یوازینی کلینیک تړلی

د وسله‌والو طالبانو په نوم یو خپور شوی لیک چې د کندهار په ارغستان ولسوالي کې د یوازیني کلینیک کارکوونکو ته په‌کې ګواښ شوی، نن رسنیز شوی دی.

په دغه لیک کې یادو کارکوونکو ته ګواښ شوی چې د دوی تر بل امر پورې دې دندې ته نه ورځي، خو «که څوک ورغلل، د شکایت حق نه لري.»

دا د ارغستان په ټوله ولسوالي کې یوازینی کلینیک دی چې هغه هم د طالبانو له لوري وتړل شو.

طالبانو د دغې ولسوالي ټولې لارې پر ماینونو پوښتلي او هېڅوک پرې تګ‌راتګ نه شي کولای.

د تړل شوي کلینیک یو ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو په یاد کلینیک کې د اخلاقي فساد د موجودیت په اړه ورته ویلي او زیاته کړې یې ده چې ځینې ښځې له محرم پرته هم ورته راځي.

ارغستانیان وايي، ژوند يې تریخ او دولت ته په‌کار ده چې غږ يې واوري.

تر اوسه په کندهار کې د دغه کلینیک د بندېدو په اړه مسوولان چوپ دي او رسنیو ته یې څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام