د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې د افغانستان – پاکستان ترمنځ د عمل پلان په دوره يي غونډه کې چې د سولې او پیوستون اړوند مسایلو په تړاو جوړه شوې وه، پاکستان ژمنه کړې چې له ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې نه به د افغانستان پر خاوره د راکېټونو توغول بند کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره هم لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز وايي، اتمر په پاکستان کې د افغان کډوالو له کوربهتوبه مننه کړې او پاکستان ته یې ډاډ ورکړی چې افغان دولت د خپلو خلکو راستنولو لپاره پر اوږدمهاله پلان کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان په دوره يي غونډه کې د ګډون په موخه له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی او افغان چارواکيو سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو او دغه راز طالبانو سره د حکومت د سولې پر مسایلو خبرې کړې دي.