د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټينګار

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې پر افغان سوله خبرې کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي، دغو ټلیفوني خبرو کې پرته له ځنډه د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر اړتیا بحث او خبرې شوې دي.

رابرت اوبراین ویلي، امریکا له یوه خپلواک، ډیموکراټیک او یو موټي افغانستان نه چې نور د نړیوال تروریزم لپاره خوندي ځای نه وي، ملاتړ کوي.

دواړو خواوو داسې مهال د بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړي چې تراوسه د خبرو د پیل نېټه نه ده مشخصه شوې.

ارګ تراوسه دې برخه کې جزییات نه دي ورکړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام