د کندهار یو شمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د بېکارۍ کچه او د نرخونو بیه لوړه شوې چې خلک یې ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، دولت دې خلکو ته د کاروبار غم وخوري او که حالت همداسی روان وي، نو خلک اړ کېږي چې خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو لپاره د مخالفانو لیکه کې ودرېږي.
کندهار کې د بېکارۍ ستونزه داسې حال کې مخ پر لوړېدو ده چې سږکال دغه ولایت ته د تېرکال پر پرتله نږدې یو میلیارد افغانۍ کمه پراختیايي بودیجه ورکړل شوې.
د کندهار د اقتصاد رييس ګل محمد ارین هم د خلکو د بېکارۍ ستونزه مني او وايي، پروسږکال يې ځکه تر دوه زره زیاتو کسانو ته په بېلابېلو پروژو کې کار پیدا کړی و چې تر روان مالي کال یې انکشافي بودیجه زیاته وه.
ارین وویل، سږکال ورته د کورونا له کبله نږدې یو میلیارد افغانۍ کمه انکشافي بودجه ورکړل شوې چې د ټول کندهار پر اقتصاد یې ناوړه اغیز کړی دی.
د هغه په وینا، هرڅومره چې انکشافي بودیجه زیاته وي، ښار او ولسوالیو کې هغومره زیاتې پروژې پلي او د ټول ولایت د خلکو پر اقتصاد ښه اغېزه کوي.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو رياست مسوولان هم دغه ولایت کې د بېکارۍ ستونزه مني او وايي، دوی په خپله برخه کې تر خپله وسه هڅه کړې، خو خلکو لپاره د بنسټيزو پروژو پلي کېدل او د فابریکو جوړول مهمه خبره ده.