
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو په پايله کې ۶۲ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د بادپښ ولسوالۍ د تور اغا ډاګ په سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید وکړ چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان جمعه خان په ګډون پهکې ۳۵ طالبان ووژل شول.
په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د یکشنبې په شپه د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې وسلهوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډلهییز برید وکړ چې بريد د افغان ځواکونو له لوری پر شا وتمبول شو.
د اعلاميې له مخې په دې نښته کې پر طالبانو هوايي بريدونه هم شوي چې په پايله کې يې ۲۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





