
سلګونه هغه کورنۍ چې اولادونه یې جګړې کې بایللي وايي، حکومت او طالبان دې د سولې خپلمنځي خبرو پر مهال د دوی قربانیو ته په درناوي، د دوی غوښتنې له پامه نه غورځوي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خپلمنځي خبرو پيلیزه غونډه همدا نن شنبې د قطر په دوحې کې وشوه.
دغې غونډه کې د حکومت د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله او د طالب استازي ملابرادر تر څنګ د نړۍ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې دا خبرې به هرو، مرو به یوې پایلې ته رسېږي.
ټاکل شوې، د سولې رسمي ډول خپلمنځي خبرې د راروانې دوشنبې په ورځ پیل شي.
کونړ کې سلګونه هغه کورنۍ چې جګړه کې یې د کورنیو غړي بایللي وايي، حکومت او طالبان دې یې د سولې خبرو پر مهال حقوق له پامه نه غورځوي او د دوی غوښتنې دې واورېدل شي.
د جګړې د قرباني کورنیو غړي وايي، دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو پر مهال دې یې درد او قربانیو ته درناوی وشي او د خبرو له پیل سره سم دې دواړه لوري دایمي اوربند وکړي.
شمروزخان، د افغان پوځ په لیکو کې د وژل شوي مهتاب الدین پلار دی وايي، له زوی یې دوه ماشومان پاتې دي وايي، د دوی په څېر د ګڼو کورنیو غړي په روانه جګړه کې وژل شوي چې اوس یې کورنۍ له درد او غم سره ژوند تېروي.
دی وايي، اوس اړتیا ده چې د سولې پیل شوې خبرې په بریالیتوب پای ته ورسېږی و هېواد کې سوله او امن راشي.
جګړو کې د قرباني شویو کورنیو غړي وايي، هېواد کې د داسې سولې غوښتونکي دي چې د خلکو ژوند، دیني او ملي ارزښتونه او حقوق یې پهکې خوندي وي.
د ولسي وګړیو تر څنګ حکومتي چارواکي هم باوري دي، که چېرې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل شویو خپلمنځي خبرو پایله کې دایمي سوله راشي، لکه د دوی ډېر کړېدلي افغانان به له نویو هیلو سره هوسا ژوند ته دوام ورکړي.
همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرو پر پیل خوښي ښودلې او دا یې د جنګ ختمېدو لپاره یوه مناسبه موکه ګڼلې ده.
داسې حال کې چې د اصولو په اړه د پرېکړو واک د مذاکره کوونکیو ډلو سره دی؛ خو بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغو خبرو اترو کې د جګړې د قربانیانو ورګډولو مېکانیزم وړاندې کړی.
له ټول هېواده د قربانیانو ټاکل، د مذاکره کوونکیو ټیمونو تر څنګ د مدني ټولنو او بشري حقونو د یوې فرعي کمېټې ټاکل، د ځانګړیو شویو موضوعاتو د ارایه کولو لپاره د مدني ټولنو او نورو خپلواکو بنسټونو کارپوهانو هڅول او د سولې خپلمنځي خبرو له پرمختګ وروسته د جنګ قربانیانو یوه ملي مشورتي جرګې جوړول چې د قربانیانو اړوند مسایلو، عدالت او سولې په اړه خبرې وکړي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جوړ شوي مېکانیزم څلور برخې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سولې له قرباني محوره بهیره دې ملاتړ وکړي.
تمې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سولې سره به د جګړې اور سوړ او ډېر به د ویر او درد پر ځای د خوښۍ ژوند ولري.





