لوګر؛ د بره‌کي‌برک ولسوال پر کور د طالبانو برید کې ۲ کسان وژل شوي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولان وایي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په ګمران سیمه کې د بره‌کي‌برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي پر کور وسله‌وال برید کړی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ سلام‌وطندار ته وویل، د وسله‌والو طالبانو په دغه برید کې د بره‌کي‌برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي یو ورور او یو ساتونکی وژل شوي او د ولسوال بل ورور ټپي شوی دی.

لونګ زیاتوي چې د برید پر مهال د بره‌کي‌برک ولسوال په کور کې نه و.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام