د ملي مصالحې شورا د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تمه ده طالب ډله په هېواد کې د تاوتریخوالي نه کولو او اوربند غوښتنه ومني او د سولهييزې راتلونکې لپاره د ملګرتیا لاس راکړي.
د سپټمبر یوویشتمه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال د جګړې د قربانیانو ستایلو او د تاوتریخوالي پر نه کولو د ټینګار لپاره نمانځل کېږي.
د مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې افغانستان په یوه تاریخي برخه کې دی او دولت او طالبانو مرکچیان په دوحه کې پر مذاکراتو بوخت دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغان دولت مرکچي پلاوی د سولې په ارادې او نیت سره مذاکراتو ته تللی او تمه ده چې طالب ډله هم په هېواد کې د تاوتریخوالي نه کولو او اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د یوې سولهييزې راتلونکې لپاره د ملګرتیا لاس راکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې، له څلوېښت کاله ډېره موده کېږي چې افغانستان د جګړې او کړکېچ په اور کې سوځي او دغې اوږدې جګړې د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.
خبرپاڼې د سیمې او نړۍ له هغو هېوادونو مننه کړې چې د افغان سولې پروسې ملاتړ یې کړی او کوي یې. د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د سولې راتلل د سیمې او نړۍ له امنیت سره تړلي او یو سولهييز افغانستان به له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې راکړې ورکړې لپاره ډېر فرصت برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیلېدو سره هممهاله، دې ډلې په هېواد کې جګړې ته زور ورکړی او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.