په سمنګان ولایت کې محلي سرچینې وايي چې طالبانو پرون د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي رییس محمدعمر مستعید د بلخ-جوزجان له لویې لارې تښتولی دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو په بلخ ولسوالي کې د سمنګان ولایت د مخابراتو د رییس موټر درولی او هغه یې له ځانه سره بیولی دی.
په سمنګان ولایت کې یوه سرچینه وايي چې د دغه ولایت قومي مشران هڅه کوي چې نوموړی د طالبانو له منګولو را خوشې کړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.