طالبانو په بادغیس کې د ملي‌اردو له یوې پوستې ۱۰ سرتېرې وړي‌ دي

د بادغیس ولایت د ابکمرې ولسوالۍ ولسوال میرزاعلي سلام وطندار ته وویل، چې د ملي‌اردو یو سرتېري د «اسحاق پهلوان» په نامه د طالبانو له یو قوماندان سره له لارې جوړولو وروسته د شپې ناوخته مهال د دې ولایت د ابکمرې ولسوالۍ اړوند د ملي‌اردو په یوې امنیتي پوستې برید کړی او ۱۰ سرتېري یې له وسلو سره وړي دي.

د ابکمرې ولسوال دا هم وویل، چې دې پوسته کې شاوخوا ۱۰ سرتېري موجود وو.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو د دې سرتېرو د راخوشې کولو په پار څېړنې پيل کړې‌دي.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند د دې سرتېرو برمته کول په طالبانو کې د یو نفوذي سرتېرې جوړجاړی بولي او وايي، چې تر اوسه د برمته شویو سرتېرو برخلیک نه‌دی معلوم؛ خو د پيدا کولو او راخوشې کولو له‌باره یې هڅې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام