
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، اوسمهال ۶ رزه او ۳۰۰ ماشومان چې د زړه سوړي په ناروغۍ اخته دي د درملنې په تمه دي؛ که د روان کال تر پایه ورته نوبت او بودیجه ونه رسیږي ۳۰ سلنه به يې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ټولټال شمېرو له جملې ۳۰ سلنه د ماشومانو یوزرو او ۸۹۰ تنه کېږي، چې د مرګ له خطر سره مخ دي.
د سرې میاشتې ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز نن ورځ د (جولای په ۱۰) کابل کې خبري غونډې ته وویل، دوی د ۱۳۸۸ لمریز کال له پیل راهیسې له ۱۲ زرو زیات ماشومان ثبت کړي، چې یوازې ۵ زره او ۷۹۹ تنو درملنه یې کړې ده.

د مېرمن مبارز وايي، ۶ زره او ۳۰۰ ماشومانو د درملنې انتظار باسي او هغه شمېر یې چې د زړه سوري یې غټ او یا هم جدي ستونزه لري که درمنله یې ونه شي ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړې له افغان حکومت، مرستندویو بنسټونو او خیر ښېګنې خلکو د مرستې غوښتنه وکړله.
دا وايي، سږکال یې د ۶۶۶ ماشومانو درملنه کړې او زیاتوي دغه شمېر دوی ته د قناعت وړ نه دی.
اغلې مبارز وویل، د زړه سوري په ناروغۍ ۱۰۷ اخته ماشومان نن ۵ کورنیو او بهرنیو روغتونونو ته معرفي کوي، چې د درملنې لګښت يي ۳ لکه او ۲۱ زره ډالر کېږي.