د سولې عالي شورا نوی مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي وايي، چې د طالبانو سمو غوښتنو ته احترام لري او د دوی سالمې غوښتنې به و منل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو سولې ته راتګ به د دوی د تسلیمۍ په معنا نه وي او نه به هم له دوی سره د افغان حکومت له لوري سوله کول به د حکومت تسلیمدل وي.
د افغانستان سولې عالي شورا لومړۍ عمومي غونډه کې، چې د دوشنبې پر ورځ کابل کې جوړه شوه د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وویل، اوسمهال هیوادوال د سولې عالي شورا کړنو په اړه مثبت لیدلوری نهلري.
خلیلي په دغې شورا کې د ځینو نیمګرتیاوو پر حل په ټینګار سره وویل، چې د سولې عالي شورا په هیواد کې د سولې ټینګښت له پاره داسې کړنلاره جوړوي، چې په جګړې کې ښکیلو ټولو غاړو ته د منلو وړ وي.
«نن د خلکو ترمنځ د سولې عالي شورا په اړه بل نظر موجود دی که له هرې رسنۍ پوښتنه وکړئ منفي نظر لري که د ټولنې له هر پاړکي وپوښتی بیلابیل او منفي نظرونه لري موږ باید د سولې عالي شورا له دې حالته وباسو.»
د خلیلي پروینا، د حکومت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د سولې عالي شورا کړنلاره باید د تسلیمیدو نه بلکې د متقابل احترام پر بنسټ جوړه شي.
د سولې عالي شورا رییس همدا ډول زیاته کړه، چې د سولې بهیر په اړه د طالبانو لیدلوری او غوښتنې هم باید مطالعه شي.
خلیلي د سولې عالي شورا د دارالانشاء له دفتره نه د اوسني وضعیت نه د وتلو په اړه هم د کتبي طرحې غوښتنه وکړه.
له دې ټولو سره ـ سره، د سولې عالي شورا په هیواد کې د امنیت ټینګښت له پاره د نوي ستراتیژي جوړولو خبر ورکوي او وايي، چې دغه ستراتیژي د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوې ده، خو په دې اړه یې تراوسه جزیات نه دي ورکړي.